خبرونهTOPورزش

کرکټ بورډ، د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو پر ځای نویو لوبغاړو ته مرکزي قراردادونه ورکړل

کابل، د وري ۱۵مه، باختر

د افغانستان کرکټ بورد نن د هغو کسانو نوملړ اعلان کړ چې د افغانستان کرکټ بورډ د پاليسۍ او د خپلې کارکردګۍ له مخې يې نوي مرکزي قراردادونه ترلاسه کړي او دغه راز يې مرکزي قراردادونه له لاسه ورکړي دي.

د کرکټ بورډ له لوري په خپاره شوي نوملړ کې صدیق اتل، ضیاء الرحمن اکبر، بهیر شاه مجبوب او عبدالمالک هغه لوبغاړي دي چې نوي مرکزي قراردادونه یې ترلاسه کړي او محمد شهزاد، دولت ځدراڼ، افتاب علم، سمیع شینواری او شاپور ځدراڼ هغه لوبغاړي دي چې مرکزي قراردادونه یې له لاسه ورکړي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د اصولو او پالیسۍ له مخې، د لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد ترلاسه کول او یا هم له لاسه ورکول د شپږ میاشتني راپور او د دوی کارکردګۍ له مخې کېږي چې پورته نوملړ د ۲۰۲۳م کال د جولای تر ډسمبر میاشتې پورې دی چې په تړاو یې لوبغاړو یاد قرارداد ترلاسه کړی او یا هم له لاسه ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته