ټولنه

سېلاوونو په لوګر کې زيات مالي زيانونه واړول

ـ کابل/ د وږى ۶ مه / باختر
په لوګر کې تېره شپه د سېلاوونو د راوتلو له امله په سلګونو جريبه  کرنيزې ځمکې،            د ميوو بڼونه او د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ دغه سېلاوونه د دغه ولايت په مرکز او شپږګونو ولسواليو کې د استوګني کورونو ته زيانونه اړولي دي او يو شمېر کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلې دي.
د لوګر والي محمد اجمل شاهپور، د ولايتي شورا منشي او د دغه ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسوولانو له ويجاړو شويو ځايونو څخه ليدنه وکړه او د يوې بېړنۍ غونډې په جوړولو سره يې ټولو مسوولو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د دې طبيعي پېښې له زيانمنو شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د لوګر له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې رييس مطيع الله احمدزي هم له مرستندویو بنسټونو څخه وغوښتل چې د دغې پېښې له زيانمنو شويو کورنيو سره سملاسي مرسته وکړي.
د لوګر والي اجمل شاهپور وويل چې له زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستې بهير دوام لري.
هغه زياته کړه: له نېکه مرغه دغې پېښې ځاني تلفات نلرل.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته