امنیت

دکابل امنيتي غونډه جوړه شوه

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٩ :

دکابل ښار او ولايت  امنيتي حالت نن په يوه امنيتي غونډه کې  وڅيړل شو.

د ١٠١  اسمايي ساحوي زون دپوليسو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزير ستر جنرال بسم الله محمدي ، د  ١٠١  اسمايي ساحوي زون امنيه قوماندان لوي پاسوال محمدايوب سالنګي اودکابل يوشمير نورو امنيتي چارواکو اودنړيوالو ځواکونو استازو گډون کړي  و دکابل ښار او ولايت دامنيتي حالت په باب خبري  وشوي  . 

دکورنيو چارو وزير په کابل کې  دامنيتي مرکزونو ترمنځ همغږي وستايله  او له جرمونوسره  دمبارزي په لاره کې يې دپوليسو په جديت باندې ټينګار وکړ. په دې غونډه کې په پايتخت کې  دښه امنيت په باب خبري وشوي  اوبرخه والو په کابل کې دامنيتي مسلو په اړوند خپلې نظريې بيان کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته