نړۍ

په نهر سراج ولسوالۍ کې پوځي عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل .

کابل باختر د ثور  يوويشتمه :
دهيواد دامنيتي ځواکونو هغه پوځي عمليات چې اوولس ورځې مخکې دافغانستان دخلکو ددښمنانو دځپلو په مقصد دهلمند  ولايت په نهر سراج ولسوالۍ  کې پيل شوي وو په برياليتوب  سره پاى ته ورسيدل .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو عملياتو کې يوسلو اته ويشت تنه تروريستان ووژل شول يو اتيا تنه ټپيان او يوتن بل نيول شوى دى .
ده زياته کړه ددغو عملياتو په بهيرکې  ددغې ولسوالۍ ديارلس کلي  دوسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاک شوي دي .
دراني څرګنده کړه چې ددغو عملياتو په بهيرکې  دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ستره ډيپو چې  په جګړه کې يې ورڅخه استفاده کوله  له منځه  وړل شوې ده او نهه پنځوس ماينونه او په چاوديدونکو توکو بار يوموټرسايکل  دملي پوليسو د انجنيرۍ  دټيمونو په واسطه کشف او شنډ کړى شوي دي او دغه راز اتلس ډول ډول وسلې  دوه موټرونه او يوموټر سايکل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دهلمند ولايت دنهر سراج ولسوالۍ په چاڼيزو عمليات کې  دملي پوليسو ، ملي اردو او دملي امنيت  په سلګونو تنوځواکونو برخه لرله او ددغو پراخو عملياتو هدف په دغې ولسوالۍ کې دښه امنيت تامينول ، ددښمنانو دتګ راتګ مخنيوى اوخلکو ته دخوندي فضا برابرول دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته