ټولنه

جنايتکاران دې اعدام شي

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٦  :
دمدني ټولنې ، دبشر دحقوقو  او درسنيو يوشمير فعالانو او کابل ښاريانو نن
دسترې محکمې په وړاندې غونډه وکړه. دپغمان دپيښې  عاملينو ته يې داعدام دمجازاتو غوښتنه وکړه .
دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې : دبشر دحقوقو ،  مدني ټولنې او درسنيو يوشمير فعالان او کابل ښاريان  دسترې  محکمې په وړاندې  راټول شول او دهېواد  له قضايي دستګاه څخه  يې وغوښتل چې دپغمان دپيښې  په اړوند نيول شوي کسان دې ډير ژر اعدام شي .
دوى ټينګار کاوه  چې دملګروملتو سازمان او مرستندوى هېوادونه دې هم پرې  نږدي  هغه کسان  چې لاسونه يې دخلکو په وينو  اوپه بشري ضد جنايتونو ککړ دي ، له بند څخه آزاد شي .
ددغو جنايتکارانو په وړاندې   غبرګونونه  په کابل پورې ځانګړي نه دي بلکې  د هېواد په زياترو ولايتونو کې  خلکو ددغه  جنايت عاملينو ته  دسختو مجازاتو غوښتنه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته