
کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
په کابل کې دکابل بازانو او دآمو نهنګانو دکرکټ دټيمونو ترمنځ لوبه دوام لري .
ددغو ټيمونو ترمنځ لوبه يو ساعت مخکې پيل شوې او دکابل بازانو ټيم تراوسه پورې په دولسو اورونو او ددوو لوبغاړو په سوځيدوز سره يوسلو نولس منډې ترسره کړې دي .
ددغو دوو ټيمونو ترمنځ لوبه دکرکټ دشپږيز ليګ دسياليو په دوام دافغانستان دکرکټ بورد په لوبغالي کې اوس دوام لري .