سیاست

جمهوررئیس غني: اړتیا ده چې له ټولو تجربو څخه په استفادې، سوله په تدبیر مدیریت کړو

کابل باختردلړم دمياشتې٢۷نيټه : 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په دوام نن له غرمې مخکې د ازبکو او ترکمنو له مشرانو سره وکتل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:   
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې مولوي عرفان، جماهیر انوري او پرستو شهیر عطایي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
هغوی د هېواد په مهمو او حیاتي مسلو کې د مشورې او نظر اخیستو په خاطر له جهموررئیس  څخه مننه وکړه او د سولې په اړه یې خپل لیدلوري او وړاندیزونه مطرح کړل، وې ویل، د سولې مشورتي بورډ او د مذاکره کوونکي پلاوي په جوړولو کې دې ظرفیت او تعادل په جدي توکه په پام کې ونیول شي.
وروسته جمهوررئیس غني د هغوی له نظرونو او وړاندیزونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل، د سولې لپاره بین‏المللي او سیمه ‏ییز شرایط برابر دي او اړتیا ده چې له ټولو تجربو څخه په استفادې، سوله په تدبیر مدیریت کړو.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د سولې مشورتي بورډ په جوړولو کې د ټولو اقشارو نظرونه او وړاندیزونه په پام کې نیول کېږي او دغه مشورتي بورډ به د ټولو آدرسونو لپاره واحد آدرس وي چې په بېلابېلووختونو کې به ورته رجوع کېږي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته