امنیت

په بادغيس کې اووه تنه سرحدي ساتوونکي د طالبانو په بريدکې ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٤
اووه تنه سرحدي ځواکونه په بادغيس ولايت کې د دوى په قرارګاه د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريدکې ووژل شول.
په دې بريدکې چې پرون وشو؛ يرغلګرو درې تنه نور سرحدي ساتوونکي له ځان سره بوتلل.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې په لسګونوتنو وسله والوطالبانو دبالامرغاب په سرحدي ولسوالۍ کې په يوه سرحدي قرارګاه بريد وکړ.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: سرحدي ساتوونکو د شپې تر ناوخته د يرغلګرو په وړاندې مقاومت وکړ، خو د کومکي ځواکونو د نه رسيدو له امله ووژل شول او يو شمېر نور يې اسيران شول.
د بادغيس د سرپرست وياند ميرزاکوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو په دې بريدکې اووه تنه سرحدى ساتوونکي ووژل شول او درې تنه نور يې له ځان سره بوتلل.
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې طالبانو ته هم زيانونه اوښتي دي، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
د سيمې اوسيدونکي وايي: يرغلګرو له دغې پوځي قرارګاه څخه د وتلو په وخت کې د قرارګاه ځينې برخې وسوځولې او څو پوځي موټرونه يې هم له ځان سره يوړل. خو د بادغيس ولايت د سرپرست وياند دغه څرګندونې ردوي او وايي: د کومانډو ځواکونو په خپل وخت را ورسيدل او څلور تنه يرغلګر يې ووژل او اته تنه نوريې ټپيان کړل او د دغې پوځي قرارګاه کنترول يې بېرته ترلاسه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته