کابل باختر دتلي ديرشمه :
دکندز ولايت سيمه ييزو مسوولينو دخپل زوى له خوا ديوې مور د وژلو خبر ورکړ
دکندز ولايت دخان آباد د ولسوالۍ سرپرست قدرت الله صافي وايي شيرين اقا چې اتلس کلن دى اونوى ددغې ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دسيمه ييزو پوليسو له ليکو سره يوځاى شوى و نن سهار يې خپله مور د خان آباد ولسوالۍ د دريمې ناحيې په مربوطاتو کې په خپل کور کې په ډزو سره ووژله .
دولسوالۍ سرپرست وويل : د وژنې علت معلوم نه دى او دپوليسو له تحقيقاتو وروسته به معلومه شي .
صافي زياته کړه چې دغه سرتيرى له ساحې څخه تښتيدلى دى او پوليس هلي ځلې کوي چې هغه ونيسي او دقانون منګولو ته يې وسپاري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ