امنیت

دهيواد په شمال کې دڅه ناڅه دوه سوه تنو وژل کيدل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٦  :
څه ناڅه دوه سوه تنه وسله وال طالبان دهېواد په شمال کې  د  هغو پوځي عملياتو په بهيرکې  وژل شوي دي  چې دشمال  دعامه نظم اوامن دشپږمې لوا دقوماندانۍ دمنسوبينو له خوا ترسره شول .
دهېواد په شمال کې دامن او عامه نظم دشپږمې لواقوماندان جنرال حسيب الله قريشي په يوه مطبوعاتي  کنفرانس کې رسنيو ته وويل چې دغه عمليات دبلخ ،  جوزجان ، بغلان ، کندز  او دسرپل  په ګډون  دافغانستان دشمال په ولايتونو کې ترسره شول چې په بهيرکې يې  څه ناڅه دوه سوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  ، په لسګونو تنه ټپيان  او ديرش تنه وسله وال طالبان ونيول شول.
ده زياته کړه  چې  ددښمن  پنځلس ميله درنده وسله ، په لسګونو سپکې وسلې او شل موټر سايکلونه هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
قريشي زياته کړه چې موږ دهېواد په شمال کې دډارا چوونکو دځپلو او پو پناه کولو په خاطر لازم تيارى لرو او زموږ ځواکونه په پرمختللو اوعصري وسلو سمبال دي .      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته