کابل باختر دوږي اوولسمه :
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دکابل ښار د ناحيو هغو محترموحاجيانوته چې شيمرې يې له ٤٥١ څخه تر ٧٠٠ پورې دي؛ خبر ورکول کيږي چې سبا د ١٣٩٢ کال دوږي دمياشتې په ١٨ نيټه د دوشنبې د ورځې له غرمې وروسته په څلوروبجو د عيدګاه جامع جومات ته ورشي چې واکسين يې تطبيق او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.
له محترموحاجيانوڅخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او خپل بانکي آويزونه له ځان سره ولري او په الوتنوکې د بې نظمۍ سبب نه شي.
له دې پرته به مسووليت په خپله د دوى په غاړه وي.
د شيعه دکابل ولايت او د هغه د اړونده ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دعيدګاه جومات ته د بدرګه کوونکي په نامه د اشخاصو ننوتل منع دى.
1 1 دقیقه لوستل