امنیت

په فراه کې ددوو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د زمري اتمه :
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دهوايي قوتونو په عملياتو کې ووژل شول .
  دفراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله  محب دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه وسله وال طالبان ددغه ولايت دبالابلوک  ولسوالۍ  په شيوان کلي  کې  هغه وخت ووژل شول چې دهوايي قوتونو منسوبانو په ملا مطمين  مشهور د مولوي ياري په قرارګاه  بريد وکړ .
ده وويل په دې بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن بل ټپي شو او ددښمن يوه اندازه جنګي  وسايل  دړې وړې شوي دي .
  ختم- عطاالله- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته