امنیت

په غزني کې درې تنه د تروریستي فعاليتونو د ترسره کولو په تړاو ونیول شول

کابل/ د سلواغې ١٤مه/ باختر
د غزني د ملي امنیت منسوبينو پرون په دغه ولایت کې درې تنه د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو شک ونیول.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د غزني د ملي امنیت منسوبينو دغه کسان د غزني ښار په مربوطاتوکې د تروریستي فعاليتونو د ترسره کولو له ځينو سندونو سره ونیول.
هغه زیاته کړه: نیول شویو کسانو د ماین ښخونو او د افرادو د ترور په څو قضيو کې لاس درلود او په لومړنیو تحقیقاتوکې يې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته