ټولنه

له څه ناڅه سلو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
په ننګرهار ولايت کې له  لسګونو  جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه .
په دې  دوره کې  له يو سلو  دوه ويشتو کورنيو سره ديوې نړيوالې مرستندوي موسسې له خوا نغدي مرسته وشوه .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل  په دې دوره کې له هرې  جګړه  ځپلي کورني سره لس  لس زره افغانۍ نغدې پيسې  مرسته وشوه.
دغه کورني دلعل پورې په ولسوالۍ کې دطالبانو او داعشيانو اودنورو
تروريستي ډلو دفعاليتونو اوشتون له زياتوالې وروسته دخپلو کورونو
پريښودو ته  اړې شوې  ا واوس دجلال آباد ښار ته څيرمه ژوند کوي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته