تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اوسنی ترینګلی حالت او د خلکو مسوولیت

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
له څه مودې راهیسې د هېواد په یو شمېر سیمو کې نظامي حالت خورا ترینګلی شوی دی. یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. له دې سره جوخت، رواني جګړه هم پیل شوې ده. په دغه راز حالت کې خلکو ته ډېر ستر مسوولیت ځیر دی.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
رواني جګړه تر وسله والې خورا خطرناکه ده. په رواني جګړه کې د خلکو ذهنونه هدف ټاکل کېږي او له داسې لارو چارو کار اخیستل کېږي چې په ډېره ساده او اسانه توګه د خلکو ذهنونه واړول شي. اوس طالبانو دغه راز تاکتیک غوره کړی دی. په شمال کې یو شمېر ولسوالۍ او آن غښتلې پوځي قرارګاوې له کوم مقاومته پرته طالبانو ته تسلیم شوي دي. دا د رواني جګړې اغېز دی. داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې طالبانو یو شمېر مخور او سپین ږیري استخدام کړي دي او د هغوی په مرسته د ملي اردو او پولیسو افسران او سرتېري تسلیمۍ ته هڅوي. داسې رپوټونه هم خپاره شوي دي چې ملي امنیت په ځینو ولایتونو کې دغه راز سپین ږیري نیولي دي.
موږ باید یوټکی روښانه کړو او هغه دا چې د نظام سقوط دننه په افغانستان کې د هېچا په ګټه نه دی، آن د طالبانو په ګټه هم نه دی. د نظام سقوط یوازې د افغانستان او افغانانو د تاریخي دښمنانو په ګټه دی او بس او د افغانستان تاریخي دښمنان په ټول وس او توان کوښښ کوي چې د افغانستان نظام سقوط وکړي، هېواد کنډواله شي، اقتصادي بنسټونه ونړېږي، سړکونه او پلونه ویجاړ شي او افغانان بیا د خپلو کورونو او ښارونو پرېښودو ته اړ شي.
دا د افغانستان د تاریخي دښمنانو موخه او ارمان دی؛ خو افغانان باید په دغه راز حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کې مسوولانه دریځ غوره کړي، د تاریخي دښمنانو د کرغېړنو تبلیغانو تر اغېز لاندې رانه شي، بې تفاوته او بې توپیره پاتې نه شي.
د افغانانو ملي ګټې د ولسوالیو په سقوط او د ولسوالیو د ودانیو او نورو عامه تاسیساتو په ورانولو او لوټ تالان کې نه دې نغښتې؛ بلکې د افغانانو ملي ګټې د عامه تاسیساتو په دفاع او ساتنه کې نغښتې دي؛ د افغانانو ملي ګټې جګړې ته د پای ورکولو لپاره د سوله ییزو او سیاسي لارو په موندلو کې نغښتې دي؛ د افغانانو ملي ګټې په دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې خبرو په کامیابولو کې نغښتې دي.
افغانان باید د اوسني پړاو حساسیت درک کړي، د مخالفانو د کرغېړنو تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانه شي، دوی باید هم خپله روحیه ونه بایلي او همدارنګه د وسله وال پوځ د افسرانو او سرتېریو د روحیې په پیاوړي کولو او لوړولو کې مرسته وکړي. دوی باید هغوی ته دا ډاډ ورکړي چې په پوره مېړانه یې ترشا ولاړ دي او ننګه یې کوي.
په اوسني پړاو کې د خلکو ملاتړ خورا مهم دی. دوی باید د ولسوالیو مرکزونو او همدارنګه نظامي قرارګاوو ته لاړشي او هلته له افسرانو او سرتېریو سره خبرې وکړي او دا پیغام ورته ورسوي چې ولسونه د دوی ملاتړي دي. دغه راز چلند افسرانو او سرتېریو ته روحیه ورکوي. پوره باور دی که خلک په دغه حساس تاریخي پړاو کې خپل مسوولیت په ښه توګه سرته ورسوي؛ نو پوره باور دی چې روان وضعیت په ډېره ښه توګه کنترولېدای شي او د روان وضعیت کنترول د سولې خبرو په پرمخ بیولو کې مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته