سیاست

دمشرانوجرګې دويم نايب دلوګر ولايت دمرستيال دکړو وړو رپوټ واوريد .

کابل باختر د غبرګولي ديرشمه :

دمشرانوجرګې دويم نايب ډاکتر محمد اصف صديقي نن په يوه غونډه کې د لوګر ولايت دمرستيال دکړنو رپوټ واوريد .

  دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې غونډه کې فيض محمد مرزا زاده دسيمه ئيزو ادارو ترمنځ دښې همغږۍ  دپرمختيايي پروژو دتطبيق   ، په عامه خدمتونو دخلکو د لاسبري او دټولو امنيتي  ارګانونو ترمنځ  دهمغږي په  باب دمشرانوجرګې  دويم نايب ته معلومات ورکړل .

وروسته ډاکتر محمد اصف صديقي هيوادوالو ته دلازمو اسانتياو برابرول ددولتي ادارو کاري لومړيتوبونه وبلل او دده دغوره فعاليتونو اوکړنو دقدرداني په ترڅ کې  يې دمشرانوجرګې  ستاين ليک دلوګر ولايت مرستيال فيض محمد مرزا زاده ته ورکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته