سرپل باختر دلړم دمياشتې ١٨ نيټه :
د سرپل امنيه قوماندان څوارلس ميله وسلې دداياک پروګرام مسوولينو ته وسپارلې.
ددغه پروګرام مسوول ډګروال ميرعلي نادم باخترآژانس ته وويل ؛
دسرپل دامنيې قوماندانۍ څوارلس کلاشينکوفونه ،يو٨٢ ملي متري توپ ، درې تومانچې او دوه چره يې ټوپکونه او درې کارابين ټوپکونه دغې ادارې ته سپارلي دي.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان عبدالخليل دستيار زياته کړه دغه وسلې د دوو مياشتو په بهيرکې ددغه ولايت په مربوطاتو کې په جلا جلا عملياتو کې له وسله والو طالبانو او غيرمسوولو افرادو څخه ترلاسه شوي د ي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ