ورزش

دکابل دځوانانوټيم اتل شو

دکابل ښار دفوتبال دالف ګروپ سيالۍ دکابل دځوانانو دټيم په اتلوالۍ سره  پاى  ته ورسيد.

دباختراطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دغه سيالۍ چې ديوولسو ټيمونو ترمنځ په کابل کې پيل شوې وې پرون ددغو سياليو په پاى کې لوبه دپيام ټيم  ديوې په مقابل کې  په دريو سره داتحاد ټيم ته ماتې ورکړه.

دفوتبال فدراسيون درسنيو دمسوول احمدشاه ساير دڅرگندونوله مخې په دغو سياليو کې دکابل دځوانانو ټيم دشپږو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام او دپيام او يونايتد سادات ټيمونه دويم اودريم مقامونه وګټل  او دمشعل اوخالد ټيمونه څلورم او پنځم مقامونه وګټل اودغو ټيمونو وکولاى شول دالف له ګروپ څخه  دکابل ښار غورليک ته لاره پيداکړي.

دسياليو په پاى کې ګټوونکې ټيم وستايل شو.

په دغو سياليو کې داخلاق جام داميدبلخي ټيم ته اودګول دښاغلي لقب داميدبلخي له ټيم سره قادر ته  ورکړ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته