ښوونه او روزنه

دکابل دښوونې او روزنې دپوهنتون دمحصلانو دفراغت جشن جوړ شو .

١٦-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

 دکابل دښوونې اوروزنې دپوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځي  دانګليسي  ديپارتمنت فارغانو نن په کابل کې ديوې غونډې په ترڅ کې دخپل فراغت  جشن جوړ کړ .

  دباخترداطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دې دوره کې  ددغه پوهنتون  له انګليسي ديپارتمنت څخه  پنځه ديرش تنه نجونې او هلکان  دليسانس په سويه  فارغ شوي دي .

  په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوي و  دکابل دښوونې اوروزنې پوهنتون  مسوولينو او استادانو او ځينو کورنيو اوبهرنيو  ميلمنو او دفارغانو مشرانو ګډون کړي و .

  څوتنو فارغانو دچارو  له مسوولينو څخه وغوښتل  چې  په دولتي او غير دولتي  ادارو کې  ددوى  دجذب  زمينه برابره کړي .

  ددغه پوهنتون دژبو او ادبياتو  دپوهنځي مرستيال پوهندوى  محمد حکيم عظيمي  دباختر اطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل چې کال په کال ددغه پوهنتون  له بيلابيلو څانګو  څخه  څه ناڅه  زر تنه  فارغيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته