سیاست

د استازو د مجلس نايب او په افغانستان کې د داعش د فعاليتونوله امله انديښنه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٩ :
د ملي شورا لومړي نايب دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دبهرنيو ډار اچوونکو ډلو په تېره بيا دداعش دډلې د شتون اوفعاليت له امله انديښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ: که چيرې دولت د دغو ډار اچوونکو ډلو د ډار اچوونکو فعاليتونو مخه ونه نيسي، د هېواد  نورو سيمو ته به پراختيا ومومي.
د ولسي جرګې لومړي نايب محمدظاهر قدير چې پرون  يې د  ملي شورا په عمومي غونډه  خبرې کولې وويل چې  حکومت د داعش د ډلې په ځپلو کې کوم برياليتوب نلري او د هېواد په ځينو ولايتونو په تېره بيا په  ننګرهارکې دداعش د ډلـــې  د  ډار اچوونکو ورځ په ورځ  زياتيدونکى فعاليت د انديښنو وړ دى.
د ده د څرګندونوله مخې: په افغانستان کې په بهرنيو ډاراچوونکو ډلو پورې  د اړوندو کسانو شتون او فعاليت يوه خطرناکه نړيواله پروژه ده  چې ددغې ډلې له منځه وړل آسان کار نه دى.
ده ټينګار وکړ چې حکومت په هېوادکې  دداعش په ګډون له بهرنيو ډلو سره د مبارزې په لاره کې کوم برياليتوب نلري. ځکه دداعش دډلې پروګرامونه يوه منظمه نړيواله لوبه ده چې اوس دغه لوبه دننګرهار له ولايت څخه پيل شوې او نورو ولايتونو په تيره بيا دهېواد شمال سيمو ته دپراختيا په حال کې ده.
د ملي شورا د لومړي نايب دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې دملي دفاع وزارت وياند په  ډانګ پيلي ډول اعلام کړى دى چې دداعش  ډله  دهېواد په هره سيمه کې  چې سر پورته کړي ځپل کيږي او دننګرهار ولايت د مربوطاتو په ګډون ددغې ډلې پرخلاف  په ټول هېواد کې منظم عمليات دوام لري .
دملي دفاع  وزارت وياند دولت وزيرى وايي ؛  دداعش ډلې دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې  په وار وار ماتې  خوړلې ده  او ددغې ډلې زياتره جګپوړي مشران او قوماندانان دهېواد دامنيتي بنسټونو دعملياتو په بهيرکې وژل شوي دي او همدا اوس په بشپړه توګه د دغو ډلو  دله منځه وړلو لپاره عمليات دوام لري او هم   د داعش پرخلاف  دسترو عملياتو لپاره اراده شتون لري.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې دننګرهار د والي وياند په دې وروستيو وختو کې ويلي دي  چې له داعش سره  دپاکستان داستخباراتوله   خوا ملاتړ کيږي .
د سياسي مسئلو کارپوه جاوديد کوهستانى په دې باور دى چې دطالبانو ډله نور په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره  دخپلو ملاتړ دهدفونو ځواب ورکونکي نه دي او دطالبانو د ډلې لوبه د سيمې په کچه يوه کوچنۍ لوبه ده خوهغه پروګرام  چې دداعش لپاره طرحه شوى دى، پراخ پروګرام لري چې غواړي هغه د منځنۍ آسيا د هېوادونو په لور پراخ کړي.
مخکې له دې د افغانستان اوپاکستان پعه چاروکې د روسيې خاص استازي ضميرکابلوف په افغانستان کې دداعش د ډلې دفعاليت د پراختيا له امله انديښنه څرګنده کړې ده او زياته  کړې يې ده چې په افغانستان کې د داعش په ډلې پورې داړوند کسانو شمېر  لسو زرو تنو ته رسيږي.
د ده دڅرګندونوله مخې ؛ له ٢٠١٤ ميلادي کال  راپه دې خوا په افغانستان کې د داعش دډلې فعاليتونو زياته وده کړې ده خو ترلاسه شوي خبرونه څرګندوي چې  د داعش د ډلې د مشرانو په ګډون په دغې ډلې پورې اړوند يوزيات شمېرکسان د هېواد دامنيتي اودفاعي بنسټونو دعملياتوپه بهيرکې وژل شوي دي او په افغانستان کې  د داعش  په ډلې  ډير ستر ګوزار شوى دى او نور دافغانستان  دامنيتي ځواکونوپه وړاندې دمقابلې توان لري  ځکه  ددغې ډلې پرخلاف پوځي عمليات په هرځاى کې چې وي دوام لري .
د يادونې  وړ ده چې جمهور رئيس  محمداشرف غني ننګرهار  ولايت ته په وروستي سفر کې په دغه ولايت کې د داعش د ځپلو لپاره يو زماني مهلت اعلام کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته