امنیت

يو پاکستاني تبعه چې په کابل کې د مخابراتو په برخه کې په غيرقانوني فعاليتونو بوخت و؛ ونيول شو

کابل- باختر د زمري دمياشتې ١٨
د مخابراتي شبکې (سيم باکس) شپږ دستګاوې له يوې اندازې تجهيزاتو سره چې ټاکل شوې وه په غيرقانوني او په پټه د هيواد د اقتصادي او امنيتي ګټو پرخلاف په کابل ښارکې وکارولې شیپ کشف او ضبط شوې.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه مخابراتي دستګاوې دکابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې د استخباراتو د پوليسو په کشفي عملياتوکې ترلاسه شوې.
د دغې پيښې په اړوند د کاشف قمر په نامه يو پاکستانى تبعه نيول شوى او د هغو د نورو عاملينو د نيولو لپاره د پوليسو پلټنې په بيړه دوام لري.
ده اعتراف کړى دى چې دغه دستګاوې يې نوې له پاکستان څخه د غيرقانوني مخابراتي فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد افغانستان ته راوړې دي او ټاکل شوې وه له هغو څخه په پټه توګه د افغانستان د اقتصادي او امنيتي ګټو پرخلاف استفاده وکړي
ديادونې وړ ده چې دغه دستګاوې دټيلفوني خبرو د اوريدو وړتيا هم لري او د دغه شان غيرقانوني مخابراتي دستګاوو مخنيوى د هيواد د اتباعو د امنيت لپاره ډير مهم او جدي بلل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته