امنیت

شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
امنيتي ځواکونو په  تيرو ٢٤ساعتوکې ديولړ چاڼيزو عملياتو په بهير کې شپاړلس  تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو  د پروان  ،  زابل ، کندز،  قندهار،  لوګر او دپکتيا دولايتوو        په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې په بهير کې يې شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، درې تنه ټپيان او اووه تنه نوريې ونيول شول  .
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته  ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته