-کابل باختر زمري ٢٨
په ننګرهار کې دپوځي عملياتو په بهير کې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول . په دغو طالبانو تيره شپه دخوږياڼى په ولسوالۍ ددوى په مرکزونو کې بريدونه وشول .
د ننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته خبرورکړ چې په دې پوځي عملياتو کې دشپږو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې دغه طالبان په خپلو پټنځيو کې په يو لړ ډار اچوونکي فعاليتونو بوخت و چې بريد پرې وشو .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، په دې بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې دطالبانو دوه مرکزونه هم دړې وړي شوي دي .
ختم_عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ