سیاست

دهيواد دکابينې غونډه جوړه شوه .

کابلباختر د تلې د مياشتې٢٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمداشرف غني په مشري د اراضي عالي شورا تير ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
لومړی د اراضي دعالي شورا غړو د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي، له غصب سره د مبارزې ستراتیژي او همدارنګه د حج او اوقافو وزارت له لارې د اوقافو د ځمکې د ثبت  په هکله جمهور ريیس ته معلومات ورکړل.
هغوی د ځمکې له غصب سره د مبارزې د ستراتيژي په هکله وویل، د غاصبینو د تشخیص، د ځانګړې محکمې د ایجاد او د غصب شوې ځمکې د راګرځولو په برخه کې به د حکومت اقدامات او تدبيرونه ښې پایلې ولري. کابل باختر دتلي  اته ويشتمه :
  دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې غونډه دکلام الله مجيد دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت سره دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې وروسته دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه .
دچارو دادارې لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ.
په غونډه کې لومړى دپيښو دڅيړنې په چارو کې ددولت  وزير دکندز ولايت له بې ځايه شويو کسانو سره دبشر دوستانه مرستو لنډ رپوټ غونډې ته وړاندې کړ اوزياته يې کړه  په کندز ولايت کې دوروستيو  جګړو له امله اوولس زره کورنۍ دتخار ،بدخشان ،  بغلان ، بلخ ، سمنګانو ، پروان ، کاپيسا ، پنجشير او دکابل ولايتونو ته مهاجرې  شوې وې چې دامنيت په تامينولو سره تراوسه پورې ٥٥٥٠ کورنۍ له دغو ولايتونوخخه په منظم  ډول له خصوصي  ترانسپورت  څخه په استفادې  سره  په وړيا ډول ددولت له خوا دهغوى دکرايې په  ورکولو سره  دکندز ولايت ته ليږدول شوي دي  او دغه بهير دنورو ستنيدونکو لپاره دوام لري او تراوسه پورې دهيواد په ولايتونو کې څه دپاسه ديارلس زره بې ځايه شويوکورنيو دخوراکي توکو ، نغدو پيسو او دمالونو مرستې ترلاسه کړي دي او په نورو بې ځايه شويوکورنيو دانسان دوستان  مرستو ويش په بيړه  دوام لري په کابل ښار کې دکندز ولايت له بې ځايه شويو کورنيو څخه ٢١٧٥ کورنۍ دمرستې مستحقې  تثبيتې شوې دي چې تراوسه پورې  په ٨٩٧ کورنيو داړتيا وړ مرستې ويشلې شوي دي اوپه پاتې مستحقو کورنيو دمرستو ويش دوام لري .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  درپوټ له اوريدو وروسته بې ځايه شويو کسانو ته دبيړنيو او ضروري مرستو درسولو په باب دچارو دګړندي کولو په لاره کې دپيښو دڅيړنې په چارو کې ددولت وزير او اړوندو ادارو ته مشخصې  لارښوونې وکړې .
له اجندا سره  سم دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت دشورا داجرااتو او فعاليتونو دتنظيم دمقررې طرحه چې په پنځو فصلونو او پنځلسو مادو کې  برابره او دعدليې وزارت دقانون جوړولو دچارو او دعلمي _ حقوقي  تحقيقاتو په انستيتوت کې تر تدقيق لاندې نيول شوې وه ، دعدليې دوزير او دملي امنيت  د سلاکار له خوا غونډې ته طرحه شوه چې په پرنسيب کې دتاييد وړ وګرځيده .
دهيواد کابينې دملي امنيت  سلاکار ، دعدليې او کورنيو چارو وزيران او دملي دفاع وزارت  سرپرست موظف کړل چې دغه طرحه دې دغونډې  له يادونې سره سمه تصحيح اوبشپړه کړي .
  دغه راز دعدليې وزير دشيدې خورو او وړکتونونو دمقررې دځينو مادو دتعديل او لغوه کولو طرحه چې دعدليې په وزارت کې له تدقيق وروسته دقوانينو دکميټې دتاييد وړ ګرځيدلې ده غونډې  ته طرحه کړه چې تصويب شوه .
دغونډې   دکار په دوام دملکي خدمتونو دکارکوونکو دټاکنو دطرز العمل طرحه چې دملکي خدمتونو دقانون په دغه ماده کې په ليکل شويو بستونوکې داستخدام   ، داستخدام دپړاونو دڅارنې او داستخدام دبهير دشکايتونو دڅيړنې په مقصد په اوو فصلونو او يو ديرشو مادوکې  دملکي خدمتونو دکارکوونکو دقانون  په رڼا کې برابره شوې ده ، دعدليې دوزير او د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون درييس له خوا غونډې ته وړاندې شوه چې دتصويب وړ وګرځيده او وزارتونو او دولتي ادارو ته مشخصې دندې وسپارلې شوې او پريکړه  وشوه چې هيڅ وزير او دخپلواکې ادارې  رييس دسرپرستو رييسانودټاکنې حق  نه لري او  موظف دي  چې له نافذو تقنيني  سندونوسره سم  دې په دې باب  خپل  پيشنهاونه دمنظورۍ  لپاره دجمهوري رياست  مقام ته وړاندې کړي .
وروسته دماليې وزارت معين اوسرپرست  د ١٣٩٤ نيمايي مالي کال  په څيړنه کې دملي بودجې  بدلونونه  غونډې ته پيشنهاداوزياته يې کړه چې درامنځته شويو بدلونونو په پام کې نيولو سره دمالي کال دعمومي بودجې  سقف ٢٧٨ر٤٣٤مليارده  افغانۍ اټکل شوى دى چې له دې جملې څخه ٢٧١ مليارده افغاني عادي بودجه  او ٢٦ر١٦٣ مليارده افغانۍ انکشافي بودجه کيږي اټکل کړى دى چې دکابينې دتاييد وړ وګرځيد .
وروسته دلوړو زده کړو وزيرې دکانکور دازموينو دبهير او ددغه بهير  داصلاح ښه والي او شفافيت په لاره کې  ددغه  وزارت دپيشنهادي طرحو او ستونزو  په اړوند غونډې ته مفصل معلومات ورکړل اوزياته يې کړه دکانکور ازموينه  يو ملي سراسري   او رقابتي بهير دى چې کال په کال دشفافيت  په پام کې نيولو او دعدالت په تامينولو سره دلوړو او نيمه لوړو زده کړو  په موسسو کې دهيواد دښوونځيو ددولسمو ټولګيو د ډيرو مستعدو او لايقو فارغو ځوانانو دجذب په مقصد اخستل کيږي .
له دې امله ددغه بهير  دستر خنډونو اوستونزو  دلرې  کولو په  لاره کې ددولتي ارګانونو پراخ او هراړخيز  ملاتړ ډير ضروري بلل کيږي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې دغه طرحه  په پرنسيب  کې تاييد کړه او دعدليې وزارت يې موظف کړ چې دکانکور په ازموينو کې دناوړې استفادې دمخنيوي په اړوند دتقنيني سند پرړاونه په ډير لنډ ممکن وخت کې بشپړ کړي ورپسې   د ١٣٩٤ – ١٣٩٥ کال دکانکور  دازموينو دکميټې له څلورو ساعتونو څخه زيات د اضافه کاري دمنظورۍ  په باب دلوړو زده کړو وزارت وړانديز ددغه وزارت دوزيرې له خوا غونډې ته طرحه شوه او زياته شوه داضافه کاري دتنظيم دمقررې له مخې هغه ادارې چې په تخنيکي لحاظ او دوظيفوي  شرايطو  له مخې په استثنايي  ډول له څلورو ساعتونو څخه زياتې اضافه کاري  ته وړتيا ولري مکلفې  دي چې  دليل  يې وړاندې کړي  او منظوري يې دافغانستان داسلامي جمهوريت له  کابينې څخه کال په کال واخلي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې دغه وړانديز تصويب کړ او دعدليې ، ماليې او دلوړوزده کړو  وزارتونه يې موظف کړل چې په دې باب دې څرګند نظارتي ميکانيزم جوړ او عملي کړي .
دغه راز دهلمند پوهنتون دجوړولو په لاره کې ددولتي ارګانونو دملکيت د پنځه اوياجريبه ځمکې دليږدونې بيا غوښتنه دلوړو زده کړو دوزيرې  له خوا غونډې ته  طرحه شوه او وويل شول چې په ١٣٩١ کال کې د وزيرانو شورا له نشه يي توکوسره دمبارزې  وزارت له خوا  له ورکړى شوې بودجې څخه په استفادې  سره دهلمند پوهنتون دجوړولو په مقصد د لوړو زده کړو وزارت ته په هلمند ولايت کې ددولتي ارګانونو دملکيت دپنځه اوياجريبه ځمکې ليږدونه  تصويب چې له هغې نيټې څخه تراوسه پورې  ددغې ځمکې ليږدونه په دې نسبت چې دمالي ، دانرژۍ او اوبو  او دکار  ټولنيزو چارو ، شهيدانواو  دمعلولينو دوزارتونو ملکيت دى او آن په دې ساحه کې دصرافي ځينې دوکانونه هم جوړ شوي دي نه ده ترسره شوې له دې امله  ددې لپاره  چې ددغې تحصيلي موسسې دانکشاف  بهير زيات زيانمن نه شي  دافغانستان داسلامي جمهوريت له کابينې  څخه ددغې ساحې دليږدونې دمنظورۍ  غوښتنه کوو .
دهيواد کابينې له هراړخيزو خبرو وروسته دځمکې خپلواکه اداره موظفه کړه چې دغه ساحه دې په ډير لنډ ممکن وخت کې تصفيه او دنتيجې په باب دې دکابينې يوې غونډې ته رپوټ وړاندې کړي .
ورپسې دغير انتفاعي موسسو دمالياتي معافيت  په باب دموظفې کميټې پريکړه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دحقوقي سلاکار  له خوا غونډې ته  طرحه او زياته شوه دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس له لارښوونې سره سم دجمهور رييس  ددويم مرستيال  په مشرۍ  او د اړوندو ادارو داستازو ، دلوړو زده کړو  ، ماليې ، عدليې ، عامې روغتيا ، پوهنې او داقتصاد دوزارتونو او دجمهور رييس  دحقوقي مشاوريت داستازو په ګډون يوه کميټه موظفه شوه چې دغير انتفاعي موسسو مالياتي معافيت  دهيواددتقنيني  سندونو په پام کې  نيولو سره مطالعه کړي او دحل لاره يې برابره اووړاندې کړي  موظُفې کميټې له مفصلو خبرو وروسته اساسي ستونزه پرعايداتو دمالياتو په تعليماتنامه  کې وبلله او داصلاح غوښتنې وکړه او دغه راز دماليې وزارت دعوايدو درياست  پرځاى  دغير انتفاعي  موسسو دتشخيص  او تثبيت مراجع ، او دعدليې ، لوړو زده کړو ، پوهنې ، عامې روغتيا ، ماليې او داقتصاد دوزارتونو او دايسا د ادارې داستازو په ګډون دريمې کميټه پيشنهاد کړه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې له هراړخيزو  خبرو وروسته دماليې وزارت  يوځل بيا موظف کړ چې  غير انتفاعي  موسسې دې تثبيتې او دهغوى  دماليې  د  معافيت په برخه کې  اقدام وکړي .
دکابينې  دغونډې دکار په دوام داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي ، اداري او ګرځندوي  معين  زردشت شمس  دباميانو ولايت تر فرهنګي ماستر پلان لاندې ساحو کې په خپل سر دکورونو د جوړيدو  په باب مفصل توضيحات ورکړل او زياته يې کړه  سره له دې چې دباميانو  دفرهنګي  ماستر پلان تر نقشې لاندې  چې په سرواو شنو  رنګونو په نښه  شوي دي له بده مرغه په دې ساحه کې  يوشمير استفاده غوښتوونکو کسانو په خپل  سر کورونه جوړ کړي دي په داسې حال کې چې دباميانو ولايت دهيواد يوله  لرغونو ولايتونو  څخه دى او دنړۍ په فرهنګي ميراث کې  شامل  بلل کيږي  له دې امله  هيله کيږي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينه  دفرهنګي ماستر پلان په ساحو کې  دهر رازجوړونو  دمخنيوي په برخه کې لارښوونه وکړي او دتاريخي ابداتو په تسجيل   شويو ساحو کې داستوګنې دهر راز کورونو اوښار ګوټو دجوړولو مجوز دلرغونپوهنې د کميټې دواکمن هيئت په موافقې  پورې اړوند کړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې له مفصلو خبرو  وروسته دکورنيو چارو او داطلاعاتو  او فرهنګ وزارتونه  او دسيمه ئيزې ارګانونو خپلواکه  اداره موظفه  کړه چې ډير ژر دى دفرهنګي ماستر پلان په ساحو کې په خپل  سر دښارګوټو  او کورونو دجوړولو مخه ونيسي .
د شورا غړو وړاندیز وکړ، چې  د اړوندو پوهنځیو په  نصاب کې دې ”د ملکیتونو او استملاک حق“  په نامه مضمون زیات شي او همدارنګه دې د عالمانو په  ګډون لوی علمي کنفرانسونه جوړ شي او په پایله کې دې د ځمکې د غاصبینو پر ضد فتوا ورکړي.
په دې غونډه کې دانرژې او اوبو وزارت مسوولینو د هغو اوبو د پالیسي او حقوقي اړخونو په هکله جمهور رئیس ته معلومات او مشخصه طرحه وړاندې کړه، چې له افغانستان څخه دباندې وځي.
جمهور رئیس غني د معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، والیان،  امنیه قوماندانان او د ملي امنیت رئیسان باید  د ولایتونو په کچه د غصب شوې ځمکې د راګرځولو پلان تطبیق کړي.
جمهور رئیس غني د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د دیني عالمانو رول مهم وباله او وې ویل، علمای کرام دې د هېواد د نورو ټولنیزو، اخلاقي او سیاسي مسایلو په څېر په دې برخه کې هم خپله ونډه ترسره کړي.
جمهور رئیس د اوبو د مسایلو په هکله وویل، د اوبو د حقونو په هکله د اتباعو د ظرفیت او عامه پوهاوي د لوړولو لپاره  دې ښه تدبيرونه په پام کې ونیول شي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، افغانستان  کولی شي، چې د برېښنا د ترانزیت په مرکز بدل شي، چې دا ظرفیت د هېواد راتلونکی د روښنایي او هوساینې لور ته سوق کوي.
جمهور رئیس په پای کې د اراضي عالي شورا ته لارښوونه وکړه، چې تفصیلي غونډه جوړه او د ځمکې د غصب د مخنیوي په تطبیقي مواردو بحث وکړي او واضح پلان ترتیب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته