کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
د هرات د هوايي ډګر پوليسو دوه تنه قاچاق وړونکي چې غوښتل يې نشه يي توکو د هوا له لارې هند ته وليږدوي، ونيول .
د هرات دهوايي ډګر دسرحدي پوليسو قوماندان محمد ناصر نيک دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغوکسانو له هيروئينو څڅه ډک ١٨٢ کپسولونه په بدن کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې دهوا له لارې يې هند ته قاچاق کړي؛ د سرحدي پوليسو له خوا ونيول شول .
ده وويل: په دې اړوند د پوليسو تحقيقات دوام لري .
ختم_ سعيده _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ