کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د مزارشريف خلک په پراخ ډول د راى ورکولو مرکزونو په وړاندې په ليکو کې ولاړ دي.
د باختر آژانس سيمه ييز خبريال د مزارشريف ښار د فاطمه بلخي ليسې له انتخاباتي مرکز څخه خبر ورکړ چې د مزارشريف خلکو په پراخ ډول د خپل خوښې وړ کانديد ته د راى ورکولو لپاره د راى ورکولو مرکزونو ته راغلي دي.
هغه زياته کړه چې د راى ورکولو بهير په منظم ډول او امن فضا کې پرمخ ځي.
ختم- ج – اکرم