کابل باختر د تلي دولسمه :
دهېواد په بيلابېلو سيمو کې دامنيتي اودفاعي ځواکونو په پرونيو عملياتو کې يو اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دغه عمليات د ملي اردو دځواکونو له خوا دننګرهار ، هلمند ، کونړ ، نيمروز ، فارياب ، غزني ، بغلان ، لوګر ، هرات ، بدخشان ، روزګان ، سرپل ، او دقندهار د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
دغه راز د دغو عملياتو په بهير کې اته تنه مشکوک کسان هم دامنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا نيول شوي دي . ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ