فرهنګ

دماليې وزارت ددولتي خپرونو دبرخې دمالي ستونزې دلرې کولو په خاطر همکارى کوي .

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي نن دماليې له وزير اکليل حکيمي سره په ناسته کې ددغه معينيت  ځينې پروګرامونه چې مالي ملاتړ ته اړتيا لري ، طرحه کړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينيت په راروان مالي کال کې په پا م کې لري چې ددولتي خپرونو په برخه کې يولړ ځانګړي پروګرامونه عملي کړي .
په همدې دليل  دخپرونودچارو معين ځينې دغه پروګرامونه دماليې له وزير سره شريک کړل .
دخپرونو دچارومعين په دې غونډه کې هم دمحتوا په لحاظ او هم د بڼې  په لحاظ په دولتي خپرونوکې بنسټيز بدلون له لومړيتوبونو څخه وباله او طرحه يې  کړه چې ددغو پروګرامونو له مخې به دولتي ورځپاڼې په رنګه ډول خپرې شي اوله دې سره جوخت به تيراژې هم لوړ شي .
په ځينوولايتونوکې په يوه وخت  ددولتي ورحپاڼو خپرول  او د دولتي ورځپاڼو دويش په نظام کې ښه والى هغه نور مواردوو چې دخپرونو دچارو دمعين له خوا دنوي پروګرام په توګه وړاندې شول  له خپرونکو سره مالي ملاتړ او دچاپ او خپرونو دصنعت دسمون په خاطر دهغوى له خوا د چاپ شويو اثارو پيرودنه يوه بله موضوع وه چې دخپرونو دچارو معين هغه طرحه کړه .
ددې غونډې په پاى کې دماليې وزير داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دبرخې دستونزې دڅيړنې او حل کولو په خاطر دهمکارى ژمنه وکړه .
  ختم_عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته