فرهنګ

دادب مجلې بيا په فعاليت پيل وکړ .

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
دکابل پوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځي خپرونې دادب مجلې  له يوه  اوږد ځنډ وروسته په دې وروستيو وختو کې بيا په فعاليت پيل وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي  دادب مجلې دبيا فعاليت په مراسمو کې په خبرو کې ددغې مجلې  دبيا فعاليت په برخه کې دکابل پوهنتون په تيره بيا  دژبو او ادبياتو دپوهنځي درييسانو او استادانو هڅې دستاينې وړ وبللې او ددغې علمي او ادبي مجلې دکار ددوام لپاره يې دبرياليتوب هيله وکړه .
په دغو مراسمو کې دکابل پوهنتون رييس پوهنيار حميد الله فاروقي وويل چې دادب ښکلې مجلې له څلويښت کلن ځنډ  وروسته بيا په فعاليت پيل وکړ او کابل پوهنتون وياړي چې ددغې  مجلې  په خپريدو سره  په اکاډميک  چاپيريال کې دادب په مفکورې  دلوړولو په لاره کې يوګټور ګام اخستل شوى دى .
ده دژبو او ادبياتو پوهنځي له مشرتابه او استادانو په تيره بيا دفارسي _ دري ديپارتمنت  له چارواکو څخه چې ددغې مجلې  دخپرولو چارې پرغاړه لري قدرداني وکړه  او له څيړونکو څخه يې وغوښتل چې ددغې خپرونې په بډاينه کې همکاري وکړي .
دکابل پوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځي استاد پوهاند عبدالقيوم  ( قويم )  دادب مجلې دنشراتي سابقې  اودهغې دخپرونو دلومړى دورې په اړوند معلومات ورکړل او په  وروستيو لسيزو کې دادب مجلې دعلمي او ادبي فعاليتونو په برخه کې يې  دپوهاند عبدالحي  حبيبي ،  محمدحيدرژوبل ،  استادخليل الله خليلي  او ديوشمير نوروپه ګډون دادبياتو دپوهنځي دپخوانيو استادانو رول اغيزمن وباله .
دغه راز په دغو مراسمو کې دکابل پوهنتون دژبو اوادبياتو دپوهنځي رييس پوهنمل محمد سليم نسيمي ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دورځپاڼو رييس ډاکتر شمس الحق ارينفر ، دادب مجلې ددري ديپارتمنت آمر او مسوول مدير پوهاند سيد اکرام الدين حصايان ، دکابل پوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځي استاد پوهاند محمد حسين يمين  اويوشمير نورو ويناوالو  په وار سره خبرې وکړې او دادب مجلې بيا فعاليت يې يو ارزښتناک  ګام وباله او ويې ويل چې دغه مجله  داغيزمنې تخصصي ، علمي او ادبي وسيلې په توګه زموږ داستادانو اومحصلانوڅيري  نه يواځې  په کابل  پوهنتون  کې بلکې له هغه څخه بهر هم معرفي کوي او په تيره بيا ددري  برخې  استادان ددغې مجلې  په خپرولو سره  دخپلو څيړنيزو او تحقيقي برياليتوبونو دخپرولو  امکانات پيداکوي او ددوى  دعلمي ترفيعګانو داجراکولو په لاره کې به زياته مرسته وکړي .  ددغې مجلې دفعاليت دبيا پيل په مراسمو کې ليکوال او داداري فساد  پرخلاف دمبارزې دعالي  ادارې لوى رييس حسين فخري  او يوشمير دولتي چارواکو او دکابل پوهنتون دپوهنځيو رييسانو ، استادانو اومحصلانو هم ګډون کړى و .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته