امنیت

دکابل په خيرخاني مينه کې يو تن ووژل شو .

دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دڅارنوالي درياست داستيناف څارنوال نن دکابل ښار په خيرخاني مينه کې ووژل شو .

دلوى څارنوالي دادارې داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست دغه خبر تاييد کړ او په هغه ليک کې چې دباختر اطلاعاتي اژانس ته يې ليږلى دى ويلي دي دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې دڅارنوالي درياست داستيناف څارنوال خواجه محمد ابراهيم نن سهار په داسې حال کې چې ددندي په مقصد له کور څخه دوتلو په حال کې و دناپيژندل شويو کسانو له خوا ورباندي بريد وشو او سخت ټپي شو او وروسته يې په ايمر جنسي روغتون کې ساه ورکړه .

دغه راز په دغه ليک کې دلوى څارنوالي دخواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دارواښاد کورنۍ ته څرګند شوى دى او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هيله شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته