خبرونهامنیت

په سمنګانو کې د تاریخي آثارو د قاچاق مخه ونیول شوه

 کابل / د سلواغې۲۴ مه / باختر

د سمنګانو د خلم ولسوالۍ په لوګري کلي کې د غیر قانوني کېندنو او تاریخي آثارو د قاچاق مخه ونیول شوه.

د سمنګانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي فیروز الدین منیب د باخترآژانس سیمه يیزخبریال ته وویل: قاچاقچيان د شپې له تورتم څخه په استفادې سره وتښتېدل؛ خو له هغوی يوسفالي کوزه چې لرغونتیا یې له زرو کلونو زیات ده او د کېندنو پنځه ماشینونه ترلاسه شول.

په همدې حال کې د سمنګانو د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې مدیر محمد امین عزیزي وویل چې په دغو وروستیو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لرغونو سیمو د ساتنې او د غیرقانوني کېندنو مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړه سمنګان یو له تاریخي او لرغونو ولایتونو څخه دی چې زیاتره لرغوني آثاراو تاریخي سیمې یې چې لرغونتیا یې څه د پاسه ۴۰ زرو کلونو ته رسېږي په خپل زړه کې ځای ورکړی دی.

ع

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته