کابل باختردزمري دمياشتې ٧ :
دکابل ښار دفوتسال سياليو تيره شپه په شپږو لوبو سره دوام وکړ.
دهيواد دفوتسال فدراسيون دفوتسال دکميټې مسوول دين محمدصافي باخترآژانس ته وويل: په دغو سياليوکې دپيروزي ټيم دکوماندو دځوانانو په ټيم ، دبريښنا ټيم دچاردهي دپيوستون پرټيم، د افغان يونايتددځوانانوټيم د شمس دپهلوانۍ کلپپرټيم، دمکروريان، د الفتح ټيم د ام -اټي -ان پرټيم، دګلبهارسنټر ټيم د اريبا د ځوانانو پرټيم بريالي شول.
دغه سيالۍ د رمضان دجام په نامه دفوتسال د شپيتو ټيمونو ترمنځ د المپيک دملي کميټې په جمنازيوم کې پيل شوې دي چې هره شپه دوام کوي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ