سیاست

د تاشکند کنفرانس د پریکړو او پرمختګونو د تطبیق پر کاري پلان موافقه وشوه

کابلباختر دچنګاښ دمياشتې١ نيټه :  
د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، چې د یوه لوړپوړې پلاوي په مشرۍ یې د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی وو، د سفر پرمهال یې د نوموړي هېواد له لوړ پوړو امنیتي او سیاسي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو په خاص ډول د سولې او اقتصادي همکاریو پر نوښتونو خبرې وکړې.
دملي امنيت وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
دملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف سره په کتنه کې د سولې او پخلاینې په موخه د تاشکند کنفرانس په ګډون په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت له پاره د نوموړي هېواد له نوښتونو او ابتکارونو څخه مننه وکړه. په دې کتنه کې دواړو لورو د تاشکند کنفرانس د پریکړو او پرمختګونو د تطبیق پر څرنګوالي خپل نظرونه تبادله کړل او هوکړه وشوه، چې د دې پریکړو د تطبیق په موخه به ګډ کاري پلان جوړېږي ترڅو راتلونکې برنامې په خپل وخت او سمه توګه تطبیق شي.
په دې دوه اړخیزه کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي او اقتصادی همکاریو پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وشوې او په دې برخه کې یې له شویو پرمختګونو څخه خوښي ښکاره کړه.
افغان پلاوي د ازبکستان له سیاسي مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې له وچکالۍ ځپلو وګړو سره بشردوستانه مرستې کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته