نړۍ

په پيښور کې دامنيتي ګواښونوپه څپو کې دپښتون تحفظ دغورځنګ دغونډې جوړيدل

 پيښوردپاکستان تربيون ورځپاڼه باختردوري دمياشتې ١٩نيټه  :
په زرګونو تنه نن له  غرمې وروسته دپيښور په رينګ روډ واټ کې راغونډ شول او دپښتون غور،ځنګ لپاره يې  يوه غونډه جوړه کړه.
باخترآژانس دپاکستان دتربيون ورځپاڼې دانترنټي سايت له خولي خبر راکړ ښځو ، ماشومانو او زده کوونکو دخپلو بيدرکه شويوعزيزانو  تصويرونه له ځان سره لېږدول او ټاکل شوې وه  د دغه غورځنګ مشرمنظورپشتين  په دې غونډه   کې وينا وکړي.
دپښتون غورځنګ يا (  PTM )چې دوه اوونۍ مخکې  له محاکمې  پرته دنقيب الله محسود دوژل کيدو پرخلاف  په اسلام اباد کې  له اعتراضيه غونډې وروسته   دنننيو مظاهرو  دترسره کولو غوښتنه کړې وه  په دغو مظاهرو کې  د پوليسو د جګپوړي افسر رانو انور  او د هغو نورو کسانو چې  له نقيب الله سره په  جعلي نښته کې يې رول درلود   په خپلو غوښتنو باندې  ټينګار وکړي.
دغه غورځنګ دغه راز دفدرال  حکومت تر ادارې لاندې  (فتا ) په قبايلي سيمو کې په  تګ راتګ دبنديز  په نافذولو اعتراض لري   اود بيدرکه شويو کسانو دبيا موندلو او محکمې ته دمظنونو قاتلانو  د احضارولو او دغه راز  د ځمکنيوماينونو دله منځه وړلو غوښتنه کوي.
دياغيانو داحتمالي بريد  په ګواښونو کې  چې په زيات احتمال سره  په غونډو کې  زياتېږي دپيښور سيمه ييزې ادارې د پښتون تحفظ  غورځنګ  ته  غير اعتراضيه مجوز صادر کړى و او  دغه راز دپاکستان  دتروريزم ضد ادارې   له امنيتي ګواښ څخه يوه ورځ مخکې خبردارى ورکړى و  .
تراوسه پورې  په پيښور ښارکې  دنننۍ غونډې وروستي جزئيات  نه دي ترلاسه شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته