امنیت

دوه تنه پوليسان په ننګرهار کې شهيدان شول .

کابل باخترد زمري  پنځمه :
دننګرهار ولايت دهسکې  مينې  ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون په يوې سرحدي پوستې دوسله والو طالبانو په بريد کې دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دننګرهار دوالي ويندوى احمدضيا عبدالزي  باختراژانس  ته وويل وسله والو طالبانو دهسکې مينې ولسوالۍ په ګورګوري سيمه کې دسرحدي پوليسو په پوستې بريد وکړ چې له امله يې  دوه تنه پوليسان شهيدان او څلور تنه نور پوليسان ټپيان شول .
  عبدالزي  وويل، دغه راز په دې نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور طالبان ټپيان شول .
عبدالزي وويل چې ددغې پيښې ددريو تنو ټپي پوليسو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته