ټولنه

په لوګر کې ديوه نندارتون په جوړولو سره د بزګر ورځ ونمانځل شوه

پل علم باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
په لوګر ولايت کې پرون  د يوه نندارتون په   جوړولو سره د بزګرد و رځې درناوى وشو.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  د  لوګر  والي محمدانورخان اسحق زي  ددغه نندارتون دپرانستلو په پيل کې  په خپلو خبرو کې  دهېواد په اقتصادي  وده کې  دکرنې پراختيا مهمه وبلله  او له ټولو بزګرانو څخه يې وغوښتل  ترڅو دغه حلال کښت په خوښۍ او افتخار سره پرمخ  بوځي .
دغه راز په  دې غونډه کې دلوګر ولايت دکرنې او اوبولګولو رئيس محمددين مومند په تيرکال کې ددغې ادارې د کړنو او لاسته راوړونو په باب وويل   ؛ دتيرکال په بهيرکې دمميزو دساتنې شپيته  خونې ،  پنځه ويشت سړې خونې  ، دمچيود پنځوسو فارمونو جوړول ، په  ښځو څه دپاسه  دوه زره  دوه سوه چرګانو ويشل ، دلبنياتو دشپږو مرکزونو جوړول  اوپه دغه ولايت کې  ددغه رياست د اداري ودانۍ جوړول  شامل  دي.
ددغې غونډې په پاى کې ګډون والوله کرنيزو وسايلو،لبنياتو،اوله کرنيزو او لاسي صنايعو څخه چې نندارې ته وړاندې شوي و، ليدنه وکړه.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته