کابل باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
د يوې هندي کمپنۍ اووه تنه کارکوونکي نن د پلخمري _ سمنګانو له لويې لارې څخه وتښتول شول.
دغه کارکوونکي په يوې هندي کمپنۍ پورې مربو ط دي چې دپلخمري د خواجه الوان په سب استيشن کې يې کار کاوه.
د غوري برېښنا فني مرستيال انجينر پناه د دغه خبر په تائيدولوسره باخترآژانس ته وويل ؛ د هندي کمپنۍ اووه تنه کارکوونکي چې د پلخمري ښار د خواجه الوان دښتې د بريښنا د سب استيشن د جوړولو مسووليت يې په غاړه درلوده د زغري کلي په ساحه کې د طالبانو د سيمه يېز قوماندان قاري نورالدين د افرادو له خوا وتښتول شول.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ