امنیت

دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
  پوليسو دوه تنه  دسرپل ولايت په مربوطاتو کې ددوو تنو ملکي وګړو دوژنې په تور نيولي دي .
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو تيره شپه دوه ورونه په ډزو سره وژلي او له ساحې څخه تښتيدلي و .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې لوى مدير سمونوال نايب خان باختر اژانس ته وويل: دوه ورونه چې دبغاوي هزارګي دکلي اوسيدونکي وتيره شپه دناپيژندل شويو کسانوله خوا په ډزو سره ووژل شول .
خبرځاى زياته کړه: پوليسو دخبر له ترلاسه کولو وروسته په اقدام لاس پورې کړ او ددغې پيښې  په اړوند يې دو ه تنه نيولي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته