کابل – باختر دکب دمياشتې ١
د طالبانو يو قوماندان په هلمند ولايت کې د ناټو دهوايي بمباري له امله ووژل شو .
په دغه قوماندان چې هويت يې نه دى افشا شوى تيره شپه ناوخته دسنګين ولسوالۍ د امان الله د غونډې په ساحه کې بريد وشو او له يو تن سره ووژل شو .
دهلمند دپوليسو ويندوى عبدالصمدروشن باختر آژانس ته وويل : چې په دى بريد کې د طالبانو يو قوماندان له خپل يو ملګرې سره وژل شوى دى .
ناټو تراوسه ددغه قوماندان هويت نه دى افشا کړى خو سيمه ييز مسوولين وايي چې دى په سنګين ولسوالۍ کې د زياتو تروريستي بريدونو طرحه کوونکى و.
0 د یوې دقیقې څخه لږ