سیاست

حامدکرزي د هرات له ځوانانو سره وکتل

کابل باختر دکب ٢٩ مه
په ملي شورا کې د هرات ولایت یو شمېر استازو او د دغه ولایت ځوانانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې د هرات د امنیتي حالت پر ښه والي باندې ټینګار وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، مسعود فروغ، نجیب الله احمدي، نثاراحمد مصدق او یو شمېر نورو خبرې وکړې، د هرات په امنیتي حالت کې د مثبت بدلون پر را وستلو، د هرات پوهنتون د ودانۍ د کار پر بشپړولو، صنعتي پارک ته پر پاملرنه او د سلما بند د کار پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.
دوی همداراز د هېواد په دولتي اداروکې پر دندو باندې  د هرات د ځوانو کادرونو د ګومارلو غوښتنه وکړه.
حامدکرزي د هرات ولایت د ځوانانو د غوښتنو له اوریدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت د هرات د امنیتي حالت د ښه والي لپاره اقدامات ترلاس لاندې نیولي دي.
د هېواد جمهوررئیس د سلما بند د هېواد له مهمو بندونو څخه وباله، وې ویل چې د ملي امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې یې امنیتي چارواکو ته دنده سپارلې ده چې د دغه بند دکار پر وړاندې خنډ رامنځته کوونکې عناصر دې ونیسي او یا دې وځپي .
حامدکرزي همدا راز وویل چې د هرات ځوان کادرونه به د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د آزادې سیالۍ له لارې په دولتي اداروکې په دنده وګومارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته