سیاست

دچارو داداري اودوزيرانو شورا ددارلانشا لوى رياست باختراژانس ته خًبرورکړ

 

دچارو داداري اودوزيرانو شورا ددارلانشا لوى رياست باختراژانس ته خًبرورکړ چې  دجمهوري رياست دعالي مقام د ١٣٩١ کال دزمري دمياشتې دپنځمې نيټي د ٤٥ ګڼه فرمان دمحتوياتو دتحقق  اود افغانستان او امريکا ترمنځ دتفاهم دتحقق په مقصد  په دې وروستيو وختو کې  ٢٥٩٣ تنه افغان بنديان چې دبګرام په جيل کې دامريکايي ځواکونو ترڅارنې لاندې وو افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

 دنظامي پوليسو دعمومي قوماندانۍ درپوټ له مخې د ١١٤ بنديانو له جملې څخه  دتحقيق په لومړني پړاوکې دالزام دنه شتون اوبي ګناهي له امله  او١٨٧ تنه نور دبند دبشپړولو  اويا برالزمه له امله خوشي شوي دي.

دپوځي پوليسو قوماندانۍ  زياتوي  دتخصصي کميټې دجوړولو له وخت څخه  د ١٣٩١ کال  دزمرمي دمياشتې تريوولسمې نيټې پورې دبنديانو ټولي  ٢٣١٨ دوسيې  افغاني لور ته سپارل شوي دي  چې ١٤٧٩ دوسيې  دعدلي تحقيق په مقصد اړونده څارنوالي ته  او٨٣٩ نورې دوسيې دبياکتنې بورد ته سپارل شوي دي .

افغاني لوري ته دامريکايي ځواکونوله خوا د ٥٠٢ تنو پاتې بنديانو دسپارلو بهيردوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته