امنیت

په پروان کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

دچاريکاروښار باختر دچنګاښ دمياشتې ٨ نيټه : پنځه تنه وسله وال طالبان په پروان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول. دغه وسله وال طالبان پرون ناوخته هغه وخت ووژل شول چې په سياه ګرد ولسوالۍ کې يې په يوې امنيتي پوستې يرغل وکړ . د پروان ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل ؛ په دې نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. ده وويل ؛ دغو وسله والوطالبانو کله يې چې د سياه ګرد ولسوالۍ په ا منيتي پوستي بريدپيل کړ دافغان پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شول. په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو د سر زيان نه دى اوښتى. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته