ورزش

دافغانستان دفوټبال ملي ټيم دتاجکستان له ټيم سره سيالۍ کوي.

کابل – باختر دثور دمياشتې ١٣
دهيواد دفوټبال ملي ټيم په يوه دوستانه لوبه کې سبا دتاجکستان له ټيم سره سيالۍ کوي دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمد شاه ساير نن دباختر آژانس خبريال ته وويل : ټاکل شوې ده دغه لوبه دتاجکستان د دو شنبې ښار په پامير لوبغالي کې ترسره شي.
دساير دڅرګندونو له مخې : دهيواد دفوټبال ملي ټيم له دې لوبې وروسته کويټ ته ځي او ټاکل شوې ده په راتلوونکى اوونۍ کې دوه نورې دوستانه لوبې هلته ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته