۱۰۰ ورځې

په بغلان کې درايي ورکولو ٢٠٥ مرکزونه زيات شول .

کابل باختر  د غبرګولي يوولسمه :
دبغلان په ولايت کې دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو لپاره درايي ورکولو ٢٠٥ ځايونه زيات شوي دي
دبغلان ولايت انتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس امان الله حبيبي  دباختراژانس خبريال ته وويل: په بغلان ولايت کې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دلومړي پړاو انتخابات درايي ورکولو له  ٧١٠ ځايونو  دکمښت او درايي ورکوونکو  دشمير دزياتوالي په نسبت  خلکو او دکميسيون مامورينو ته يو لړ ستونزې پيدا شوې .
ده زياته کړه: ددغو ستونزو دلرې کولو په مقصد د بغلان ولايت په کچه درايي ورکولو ٢٠٥ نوي ځايونه زيات شول  چې دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو بهير له کومې تخنيکي ستونزې پرته ترسره شي .
حبيبي  ددې تر څنګ چې دناوړې  استفادې او دوظيفوي  غفلت  په تور دانتخاباتو دکميسيون داتو تنو کارکوونکو دګوښه  کولو خبرې وکړې زياته کړه چې درايي ورکولو پاڼې داړتيا په اندازه ليږدول شوي او هلې ځلې کوو چې کمښت او نواقص رامنځته   نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته