کابل باخترد جوزا دمياشتې ١٥ :
ولسي جرګې په خپلې ننني عمومي غونډه کې د جزايي اجرااتو او ددولت دقضاياوو قوانين تصويب کړل.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغې غونډۀ کې چې دولسي جرګې دلومړي نايب ميرويس ياسيني په مشري جوړه شوې وه دجزايي اجرااتو قانون په څلور اويا پاڼو ، شپاړلسو فصلونو اوپه درې سوه دوه اتيا مادو کې درايو په اکثريت تصويب شو.
دغه راز ولسي جرګې ددولت دقضاياوو قانون ديوې مادې له تعديلولو وروسته په څلورو فصلونو او نهه ديرشو مادوکې درايو په اکثريت تصويب کړ.
3 د یوې دقیقې څخه لږ