امنیت

پروان ولايت ته داستول شوي هيئت دڅيړنې نتيجې اعلاميږي.

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
دپروان والي وايي چې دغه  ولايت  ته  دنوروز دورځې  دپيښې د تحقيق  په خاطر دکورنيو چارو وزارت استول شوي هيئت په خپل کارپيل وکړ.
دپروان والي عبدالبصيرسالنګي  باختراژانس ته وويل  چې ډير ژر به  په دغه ولايت کې  تحقيق  نتيجه روښانه شي او په دغه ولايت کې  به دملکي وګړو په قتل کې لاس لروونکي  افراد وپيژندل شي او سزابه ورکړى شى .
د  ١٣٩٢  کال  دوري په لومړي ورځ  دپروان ولايت  په ګل غنډي کې ددوو  غيرمسولو وسله والو ډلو ترمنځ  دنښتې له امله  درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه  امنيتي ځواکونه ټپيان شول.
له دغې پيښې يوه ورځ  وروسته دپروان ولايت  يو شمير اوسيدونکي په چاريکارو ښارکې مظاهره وکړه  او ددغې پيښې دعاملينو دمجازاتو غوښتنه  يې وکړه.
مظاهره کوونکو وويل،  که  چيرې  ددوى غوښتنو ته ځواب ونه ويل شي او دپيښې  عاملين  ونه نيول شي هغوى به دکابل شمال لاره وتړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته