کابل باختر د مرغومي شپږمه :
ناټو په کابل ښارکې د نننى ځانمرګى بريد له امله د خپلو دريو تنو سرتيرو وژل کيدل تاييد کړل .
يوه ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر نن له غرمې وروسته دکابل ګمرک ته څېرمه د ناټو دپوځيانو د کاروان په وړاندې وچاوه .
ناټو باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره تاييدکړه چې په دې پيښه کې درې تنه سرتيري يې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتيرو هويت نه دى په داګه شوى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ