کابل باختر د کب دمياشتې ٢٨ :
په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار په قيصارولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
په فارياب ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل ؛ جګړه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د پوځيانو په کاروان ډزې وکړې.
ده وويل: په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ