ورزش

په هرات کې دشل کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ دوام مومي.

کابل- باختر د کب دمياشتې ٣
په هرات کې دشل کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ نن په څلورو لوبو سره دوام مومي.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: چې په دې پړاو کې دهيواد ټيم له افغان ټيم سره دهرات باستان ټيم د آريا له ټيم سره دکوثر ټيم د ابومسلم له ټيم سره او دپامير ټيم اماني له ټيم سره لوبې کوي.
د ضيا دڅرګندونو له مخې :: دشل کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ د دوه ديرشو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام مومي او په پرونيو لوبو، کې دکوهستان ټيم دصفر په وړاندې په دوو سره دپيمان ټيم ته ماتې ورکړه او دسرخ پوشانو ميوند ، خراسان او ارش ټيمونو لوبې په يو يو ګول سره برابرې پاى ته ورسولې او دپامير او کوثر ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته