کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٥
د بلخ ولايت امنيې قوماندانۍ ته څېرمه نن سهار د يو ريموټ کنترول ماين د چاودنې له امله د يوه ټکسي موټرچلوونکى ټپي شو.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرجنرال عبدالرازق نادري دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ماين د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ په واټ کې ښخ کړى شوى و چې د چاودنې له امله يې د يوه ټکسي موټر چلوونکى ټپي شو او بل چاته زيان نه دى اوښتى .
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې يو ريموټ کنترول ماين د مزارشريف ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په ساحه کې د سلطان راضيې ليسې ته څېرمه وچاوديدچې د سرزيان يې نه درلود.
1 د یوې دقیقې څخه لږ